یکشنبه, نوومبر 16, 2025
یکشنبه, نوومبر 16, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په افغانستان کې د شري ناروغي څه باندې ۴۲ سلنه زیاته شوې

د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د شري د ناروغۍ د زیاتېدو خبر ورکړی دی. ياد سازمان ويلي په تېره یوه میاشت کې په دې هېواد کې د شري ناروغۍ پېښې څه باندې ۴۲ سلنه ډېرې شوي دي.

ډبیلو ایچ او په خپل تازه راپور کې چې د اپریل په ۲۵ یې خپور کړی ویلي د یوې میاشتې په موده کې په افغانستان کې له ۱۲۵۳۵ ماشومان په شري اخته شوي چې دا بې ساری زیاتوالی دی.

د دې راپور له مخې یوازې د مارچ په میاشت کې د دغه ناروغۍ له امله ۸۲ تنه مړه شوي،چې ډیری یې ماشومان دي.

د راپور په ټکو په دې سره په روان میلادي کال کې د شري د ناروغۍ له امله د مړو شویو ټولیز شمېر ۱۹۳ تنو ته رسېدلی دی.

په همدې حال کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر کورنۍ وايي چې په وروستیو کې د دوی په سیمو کې د شري ناروغي زیاتې شوې او خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

شری یوه ساري ناروغي ده چې د پرنجي، ساه اخیستلو او ناروغ انسان سره د اړیکې له لارې روغ انسان ته انتقالېږي.

ماشومان، اميدوارې مېرمنې او هغه کسان چې د معافیت سیستم یې کمزوری وي د دې ناروغۍ له لوړ خطر سره مخ کېږي.

متخصص ډاکتران د دې ناروغۍ پرمهال تر ډېره د دردونو د مخنیوي لپاره پاراستامول یا د درد ضد درمل تجویزوي.

دوی دغه راز د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د واکسین ترلاسه کول مهم بولي او وايي چې ناروغ ماشومان باید له روغو لیرې وساتل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم بيان کې د شري د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره پر واکسین ټينګار کړی.

دغه سازمان د هوا سړېدل او دغه راز افغانستان ته د کډوالو بېرته ستنېدل د دې ناروغۍ د زیاتېدو مهم لاملونه بللي دي.

یو شمېر روغتیا پوهان هم وايي چې د کډوالو بې سارې ستنېدل د شري او نورو ساري ناروغیو د خپرېدو ویره ډېره کړې ده.

په افغانستان د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د رسنيو پوښتنې نه دي ځواب کړې خو دغه وزارت تېر کال په نومبر میاشت کې ویلي وو،چې په ماشومانو د شري د ناروغۍ مثبتې پېښې زیاتې شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان تېر کال په یو راپور کې ویلي وو چې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې ۵۲ زره کسان په دې ناروغۍ اخته شوي وو.

- Advertisment -spot_img