یو شمېر افغان محصلین،چې هند کې له پوهنتونونو فارغ شوي ويلي، د دغه هېواد له خوا د دوی د ویزو د نه تمدیدو له امله پولیسو نیولي او بندیان کړي دي.
دوی د هند له حکومته، په نوي دهلي کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان له سفارت او په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ غوښتي،چې د ویزود ستونزه یې هواره کړي.
په هند کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سفارت چارواکو په دغه هېواد کې د دغو افغان فارغ شویو محصلینو د ستونزو په اړه بې ځوابه پاتې شوي، خو د هند په حیدراباد ښار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د کونسلګرۍ مشر محمد اسماعیل دا خبره تائید کړې ده.
دا لومړی ځل نه دی، چې په هند کې افغان محصلین د ویزو د تمدیدولو په برخه کې له ستونزو سره مخ کیږي، بلکې له دې مخکې د ۱۴۰۲ کال د جوزا په میاشت کې د هندي پوهنتونونو یو شمېر افغان محصلینو پلازمېنه کابل کې له دې امله اعتراضونه وکړل.
دوی ویلي وو، چې د ویزو د نه ترلاسه کولو له امله په افغانستان کې بند پاتې دي او ټینګار یې کاوه چې له بې برخلیکه حالت سره مخ دي.
دغه شان د روان کال په سنبلې میاشت کې په هند کې په سلګونو افغان محصلینو،چې د استوګنې وخت او ویزې یې پای ته رسېدلې وې، په یوه اعتراضیه غونډه کې د هند له حکومته وغوښتل، چې د دوی د ویزو موده وغځوي.
دوی ویلي وو،چې د هند حکومت یې ویزې نه تمدیدوي، له یوې خوا یې زده کړې نیمګړې پاتې او له بله پلوه د هند حکومت یې مجبوروي چې افغانستان ته ستانه شي.
د هند په پوهنتونونو کې افغان محصلین وايي، د بېکارۍ د کړکېچ او د ځوانانو پر وړاندې د ستونزو له امله دوی بیا افغانستان ته د ستنېدو لاره نه لري او هڅه کوي، چې د خپلو زده کړو د اسنادو له ترلاسه کولو وروسته، بل هېواد ته ولاړ شي او د خپل مسلک له لارې د ځان او کورنۍ لپاره نفقه وګټي.
هند کابو درې کاله وړاندې، د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه، کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، نه یوازې په کابل کې یې خپل سفارت وتاړه، بلکې افغانانو ته یې په انلاین ډول د ویزو ورکړه هم بنده کړه.خو دغه هيواد د ۱۴۰۳ کال په اسد میاشت کې اعلان وکړ ، چې دوی افغانانو ته د ویزو ورکولو لړۍ بیا پیل کړې، چې دا اقدام د افغان سوداګرو او محصلینو له تود هرکلي سره مخ شو.



