د طالبانو د حکومت چارواکي وايي،چې تېره ورځ له ګاونډیو هېوادونو څخه نږدې ١٠٠٠ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري آژانس راپور ورکړی، چې پرون له بېلابېلو بندرونو څخه ۹۵۵ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې.
د خبر له مخې ۲۷۰ کورنۍ د ننګرهار د تورخم، ۳۰۰ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک، ۲۳۷ کورنۍ د هرات د اسلام کلا، ۱۴۲ کورنۍ د نیمروز د وریښمو د پله او شپږ نورې کورنۍ د هلمند د بهرامچه بندر له لارې هېواد ته را رسېدلې.
د کډوالو لپاره د ملګروملتونو د لویې کمیشنرۍ د ارقامو له مخې په تېره اپریل میاشت کې له ایران او پاکستانه له دوه نیم لکو ډېر افغان کډوال خپل هېواد ته را ستانه شوي دي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)