افغانستان په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب له ۸۰مې کلیزې سره مخ دی، خو په دغه نړیوال سازمان کې د هېواد د استازولۍ موضوع لا هم له سیاسي اختلافونو سره تړلې پاتې ده.
افغانستان د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹مه د ملګرو ملتونو رسمي غړیتوب ترلاسه کړ. د هغه وخت په امریکا کې د افغانستان استازي عبدالحسین عزیز د ملګرو ملتونو د منشور د غړیتوب سند لاسلیک کړ. وروسته محمد کبیر لودین د افغانستان لومړنی استازی شو چې په ملګرو ملتونو کې یې خپل باورلیک وړاندې کړ.
د تېرو اتو لسیزو په ترڅ کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د سیاسي پرمختګونو، سولې هڅو، بشري مرستو او د هېواد د پرمختیا په برخو کې مهم رول لوبولی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي مرستیال دفتر مرستیال برونو لیمارکیس ویلي، دغه سازمان د افغانستان د خلکو، ښځو او نارینهوو د ملاتړ ژمنه د سیاسي شرایطو له بدلون سره نه بدلوي.
هغه ویلي، ملګري ملتونه اوس د دوامدار پرمختګ د موخو او د ۲۰۳۰ کال د اجنډا په چوکاټ کې کار کوي، څو په افغانستان کې د خلکو ژوند ښه او د پرمختګ موخې ترلاسه شي.
خو د افغانستان د استازولۍ موضوع لا هم د ملګرو ملتونو د اعتبارلیکونو د کمېټې له لوري نه ده حل شوې. د اسلامي امارت د قطر سفیر سهیل شاهین ویلي، سره له دې چې اسلامي امارت له تېرو پنځو کلونو راهیسې پر افغانستان بشپړ واک لري، ملګرو ملتونو لا هم د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته نه ده سپارلې.
شاهین له ملګرو ملتونو غوښتي چې د افغانستان د څوکۍ په اړه خپل تصمیم د هېواد د اوسنیو واقعیتونو او د افغانانو د غوښتنو له مخې بیا وارزوي.
د ملګرو ملتونو اړوند ادارې په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي او د میلیونونو افغانانو لپاره د بشري مرستو، روغتیا، تعلیم او پراختیا په برخو کې مهم خدمات وړاندې کوي.
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)