چهارشنبه, جولای 22, 2026
چهارشنبه, جولای 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د جرمني د دفاع وزیر: وروستي کړکېچونه د واشنګټن د پالیسۍ پایله ده

د جرمني د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس وایي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هرمز تنګي د تړل کېدو مسوول دی او زیاتوي چې وروستي کړکېچونه په دغه ستراتیژیکه اوبو لاره کې د واشنګټن د پالیسۍ پایله ده. پیستوریوس په یوه تازه مرکه کې ویلي چې په پای کې همدا ډونالډ ټرمپ و چې د هرمز تنګي د تړل کېدو زمینه یې برابره کړه، نه نور لوري، او ټینګار یې کړی چې د دې لارې بیا پرانیستل د ټولو هېوادونو لپاره مهم دي. هغه زیاتوي چې د ډونالډ ټرمپ او د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان ترمنځ د یوې ابتدايي هوکړې له مخې، مخکې له دې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو زمینه برابره شوې وه او د بېړیو تګ راتګ په تدریجي ډول بېرته پیل شوی و. خو د هغه په وینا، ایران د شنبې په ورځ د اسراییلو له لوري پر لبنان د بریدونو په غبرګون کې یو ځل بیا دغه مهمه سمندري لاره تړلې ده. د جرمني د دفاع وزیر همدارنګه ټینګار کړی چې د هرمز تنګي بیا پرانیستل او د بېړیو خوندي تګ راتګ د اروپا د انرژۍ امنیت او د دغه براعظم د اقتصادي ودې لپاره حیاتي اهمیت لري.

- Advertisment -spot_img