چهارشنبه, جولای 22, 2026
چهارشنبه, جولای 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

نتانیاهو: د ایران د اټومي وسلو د لاس ته راوړلو مخنیوی به دوام ولري

بنیامین نتانیاهو، د اسرائیلو لومړی وزیر، په یوه بیانیه کې ویلي چې د دغه هېواد ځواکونه به «تر هغه وخته چې اړتیا وي» د جنوبي لبنان په حایلي امنیتي سیمه کې پاتې شي، څو د ده په وینا د شمالي اسرائیلو اوسېدونکي او نور وګړي خوندي وساتل شي. هغه ټینګار کړی چې دا دریځ د اسرائیلو د لومړي وزیر په توګه قطعي دی او هېڅ بدلون به پکې رانشي. نتانیاهو همدارنګه د امریکا او ایران د خبرو په اړه ویلي چې د مذاکراتو په بهیر کې هر ډول سیاسي بدلون نه شي کولی اسرائیل د ایران د اټومي وسلو د لاس ته راوړلو د مخنیوي له هدفه واړوي. هغه زیاته کړې چې تر هغه وخته چې دی د لومړي وزیر په څوکۍ وي، ایران ته به د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړي. په همدې حال کې، د امریکا او ایران خبرې اترې د پاکستان او قطر د استازو په ګډون په سویس کې روانې دي. د راپورونو له مخې، تېرې اونۍ امریکا او ایران یو تفاهم‌لیک لاسلیک کړی چې هدف یې د ۶۰ ورځو په موده کې د اختلافاتو د حل لپاره توافق ته رسېدل دي. په دغه تفاهم‌لیک کې د ټولو جبهاتو په کچه د پوځي عملیاتو «سمدستي او دایمي پای» یادونه شوې، چې لبنان هم پکې شامل دی.

- Advertisment -spot_img