چهارشنبه, جولای 22, 2026
چهارشنبه, جولای 22, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

بقايي: امریکا دې د اسرائیل بریدونو پر لبنان مخه ونیسي

اسماعیل بقایی، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، په سویس کې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو له پیل مخکې ویلي چې د لبنان د اوربند په ټینګولو او ساتلو کې د امریکا ناتواني به د راتلونکو مذاکراتو له مهمو موضوعاتو څخه وي. بقايي د شنبې په ورځ وویل چې امریکایي لوری، د ایران د خبرو اترو د مقابل لوري په توګه، مسؤلیت لري چې اسرائیل د بریدونو له درولو سره مکلف کړي او په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخه ونیسي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه ټینګار وکړ چې تهران تل خپلو ژمنو ته وفادار پاتې شوی او تمه لري چې مقابل لوری هم خپلې ژمنې او مسؤلیتونه ترسره کړي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې د ایران او امریکا استازي په سویس کې د سیمه‌ییزو بدلونونو او ځینو اختلافي مسایلو په اړه خبرې اترې ترسره کړي.

- Advertisment -spot_img