د ایران د فوټبال فدراسیون ویلي، که د ویزې د ورکړې او د داخلېدو د شرایطو ستونزې دوام وکړي، نو دا موضوع به د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) ته وسپاري او رسمي شکایت به وکړي. د فرانسوي ورځپاڼې L’Équipe د راپور له مخې، د ایران د فوټبال چارواکي د ویزې غوښتنلیکونو رد کېدل، د سیالیو له پیل څخه یوازې یوه ورځ مخکې د داخلېدو اجازه ورکول، او بېرته مکسیکو ته د ځینو غړو ژر ستنېدل د نارضایتۍ لامل بللي دي. د ایران د فوټبال فدراسیون دا وضعیت د نورو ملي لوبډلو په پرتله د نابرابر چلند یوه بڼه ګڼلې او پر دې یې جدي اعتراض کړی دی. د راپور له مخې، ایران دا اقدامات د نړیوالو سیالیو د برابرۍ او عدالت له اصولو سره په ټکر کې بولي او خبرداری یې ورکړی چې که دا ستونزې دوام وکړي، موضوع به فیفا ته استوي.



