د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د مور ورځې په مناسبت ویلي چې د کال په ټولو ورځو کې د افغانستان د میندو تر څنګ ولاړ دی. یونیسف د یکشنبې په ورځ په ایکس کې په خپاره کړي پیغام کې د افغانستان میندې «اتلانې» بللې او د ښوونې، روغتیا او کورنۍ پالنې په ګډون یې په بېلابېلو برخو کې د هغوی د رول ستاینه کړې ده. په افغانستان کې د غبرګولي ۲۴مه د مور ورځې په توګه نمانځل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې افغان ښځې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د زدهکړو، کار او سفر په ګډون له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.



