یکشنبه, جون 14, 2026
یکشنبه, جون 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

عزیزي: د طالبانو حکومت د افغانستان بانکي نظام له سقوطه وژغوره

میرویس عزیزي، افغان سوداګر او پانګوال، په یوې تازه مرکې کې ویلي چې د پخواني حکومت له سقوط وروسته د طالبانو اوسني حکومت د هېواد بانکي نظام په داسې ډول اداره کړ چې د ځینو نړیوالو کارپوهانو پام او حیرانتیا یې راجلب کړې ده. هغه وویل چې بانکونه په داسې بڼه مدیریت شول چې د بانکي نظام له سقوط څخه مخنیوی وشو او د بانکي سکتور فعالیتونه دوام وموندل. دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ نږدې پنځه کاله تېرېږي. په دې موده کې هېواد له پراخو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو، د فقر او بېکارۍ له زیاتوالي او بېلابېلو محدودیتونو سره مخ شوی دی. همدارنګه، کورنیو او نړیوالو راپورونو او غبرګونونو ښودلې چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت، ټولنیزو شرایطو او بشري حقونو په اړه نیوکې او اندېښنې لا هم دوام لري.

- Advertisment -spot_img