پاکستان په وروستیو اوونیو کې هڅه کړې چې د ایران او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د ډیپلوماټیکې اسانچارۍ رول ولوبوي، څو هم په سیمه کې د ترینګلتیا د زیاتېدو مخه ونیول شي او هم په سیمهییزو سیاسي او امنیتي معادلو کې خپل دریځ پیاوړی کړي. د شنونکو په وینا، اسلاماباد کولی شي د داسې هڅو له لارې څو مهم اهداف تعقیب کړي: د واشنګټن او تهران ترمنځ د خپل سیاسي وزن زیاتول، د سیمهییزو ترینګلتیاوو مدیریت چې مستقیم یې پر امنیت اغېز لري، او له دواړو لورو څخه د ډیپلوماټیکو او اقتصادي امتیازونو ترلاسه کول. خو کارپوهان ټینګار کوي چې د پاکستان رول تر ډېره د «ارتباطاتو د اسانچارۍ» په کچه محدود دی، نه د داسې منځګړي په توګه چې د نهایي توافق په ترلاسه کولو کې پرېکړهکوونکی رول ولري، ځکه اصلي پرېکړې لا هم په مستقیم ډول د تهران او واشنګټن ترمنځ کېږي.



