یکشنبه, جون 14, 2026
یکشنبه, جون 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

شهباز شریف: امريکا او ايران د جګړې د پای ته رسېدو پر هوکړې تفاهم ته رسېدلي

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف د شنبې په ورځ په اېکس ټولنيزه شبکه کې په خپور کړي پيغام کې ليکلي چې امريکا او ايران تر بل هر وخت د سولې هوکړې ته د رسېدو نږدې شوي او تمه کېږي چې دغه هوکړه په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې نهايي شي. شهباز شريف زياته کړې چې اسلام‌اباد د دې هوکړې د برېښنايي لاسليک لپاره په راتلونکې يوه شپه او ورځ کې چمتووالی نيسي او له هغې وروسته به د دواړو لورو ترمنځ تخنيکي خبرې پيل شي. هغه د تهران او واشنګټن ترمنځ د هوکړې د ترلاسه کېدو په اړه خوشبيني څرګنده کړه او ويې ويل چې دا «تاريخي هوکړه» کولای شي په سيمه کې د تلپاتې سولې لپاره زمينه برابره کړي. د پاکستان لومړي وزير همداراز د خبرو اترو د دوام له امله له امريکا او ايران څخه مننه وکړه او د سيمې له هېوادونو يې د دغه بهير د ملاتړ له امله منندویي څرګنده کړه. پاکستان په وروستيو مياشتو کې د امريکا او ايران ترمنځ د منځګړي رول لوبولی، څو هغه جګړه پای ته ورسوي چې د تېر کال د کب په نهمه پيل شوې وه. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې امريکايي او ايراني چارواکو هم په وروستيو ورځو کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د هوکړې د نږدې کېدو خبر ورکړی دی.

- Advertisment -spot_img