یکشنبه, جون 14, 2026
یکشنبه, جون 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: د ایران پاتې اټومي مواد به ترلاسه او له منځه یوسو

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، ویلي چې متحده ایالات به د وضعیت له ارامېدو وروسته د ایران پاتې اټومي مواد یا د هغو پاتې شوني ترلاسه کړي او له منځه به یې یوسي. ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشیل» کې لیکلي: «کله چې هر څه ارام شي، متحده ایالات به پاتې اټومي مواد ترلاسه کړي، هغه به رقیق او له منځه یوسي؛ که دا کار په ایران کې وي او که په امریکا کې.» هغه ویلي چې واشنګټن په راتلونکو کلونو کې له ایران او د منځني ختیځ له هېوادونو سره د همکارۍ پراخولو ته لېوالتیا لري. د نوموړي په وینا، امریکا غواړي له ایران او د سیمې له نورو هېوادونو سره اوږدمهالې او رغنده اړیکې ولري. د امریکا ولسمشر هیله څرګنده کړې چې دا بهیر به «په چټک، اسانه او منظم ډول» پر مخ ولاړ شي، خو خبرداری یې ورکړی چې که ډیپلوماټیکې هلې ځلې بریالۍ نه شي، واشنګټن نور انتخابونه هم په واک کې لري. ټرمپ زیاته کړې: «که دا بهیر بریالی نه شي، موږ وروستی انتخاب هم لرو؛ هغه انتخاب چې هیله لرم بیا هېڅکله د کارولو اړتیا ورته پیدا نه شي.»

- Advertisment -spot_img