نوراحمد اسلامجار، د طالبانو د هرات والي، ویلي چې په دغه ولایت کې د طالبانو له لوري د ټاکل شوي حجاب د رعایت د کچې د کمېدو له امله یو شمېر ښځې نیول شوې دي. هغه دا پرېکړه «د خدای او رسول حکم» بللې او ادعا یې کړې چې نیول شوې ښځې د ښځینه مامورینو له خوا راټولې شوې دي. اسلامجار همداراز ویلي چې د ښځو د نیولو په اړه خپرې شوې ویډیوګانې «جعلي او د مصنوعي ځیرکتیا جوړې شوې» دي او ادعا یې کړې چې هېڅ ښځه په زندان کې نه ساتل کېږي. د هغه په وینا، ځینې نیول شوې ښځې د «سپارښتنې او د کورنیو له تضمین اخیستو» وروسته بېرته خوشې شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې له هراته خپرې شوې ویډیوګانې د طالبانو نارینه مامورین د ښځو او نجونو د نیولو پر مهال ښيي.



