د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام سیالۍ د پنجشنبې په ورځ په مکسیکو ښار کې د پرانیستغونډې په ترسره کېدو سره پیل شوې، او د مکسیکو ملي لوبډلې د سیالیو په لومړۍ لوبه کې د سویلي افریقا ملي لوبډلې ته ۲-۰ ماتې ورکړه. جولیان کینیونیس د مکسیکو لپاره لومړی ګول وواهه، او راول خیمنیز په دویمه نیمایي کې دویم ګول ترسره کړ، چې ورسره د سیالیو کوربه هېواد خپله لومړۍ بریا خپله کړه. د سویلي افریقا لوبډله د لوبې پر مهال له ستونزو سره مخ شوه او د دې لوبډلې دوه لوبغاړي د سرو کارتونو په ترلاسه کولو له لوبې وایستل شول. دې لوبډلې د لوبې وروستۍ شېبې له نهو لوبغاړو سره ترسره کړې. د لوبې له پیل مخکې د ۲۰۲۶ نړیوال جام د پرانیستغونډې مراسم په آزتکا لوبغالي کې ترسره شول، چې پکې فرهنګي، هنري او موسیقيزې برنامې وړاندې شوې. زرګونو مینهوالو په دغو مراسمو او د سیالیو په پرانیستونکې لوبه کې ګډون کړی و. د ۲۰۲۶ نړیوال جام د لومړي ځل لپاره د ۴۸ لوبډلو په ګډون ترسره کېږي، او د دې سیالیو ګډ کوربتوب د مکسیکو، متحده ایالاتو او کاناډا له لوري کېږي.



