کایا کالاس ویلي چې له عباس عراقچي سره یې ټلیفوني اړیکه نیولې او د سیمې د وروستي وضعیت په اړه یې نظرونه تبادله کړي دي. هغې په ټولنیزې شبکې «ایکس» کې ویلي چې «د خلیج د حاشیې هېوادونو او د هغوی د حیاتي زیربناوو پر وړاندې د بریدونو بیا پیل د منلو وړ نه دی» او خبرداری یې ورکړی چې د یوې پراخې جګړې بېرته پیل به د ټولې سیمې لپاره درانه لګښتونه ولري. کالاس همدارنګه د کویټ د بهرنیو چارو له وزیر سره د خپل اړیکې یادونه کړې او د ترینګلتیاوو د کمولو او د شخړو د پراخېدو د مخنیوي پر اهمیت یې ټینګار کړی دی. هغې ویلي چې «دیپلوماتیکه لاره» د روانو ترینګلتیاوو د پای ته رسولو تر ټولو غوره انتخاب دی. او عباس عراقچي په دې خبرو کې د امریکا وروستي بریدونه غندلي او هغه یې «د ملګرو ملتونو د منشور او د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه» بللې ده



