پنجشنبه, جولای 23, 2026
پنجشنبه, جولای 23, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سپاه پاسداران: په اردن کې یې د امریکا پوځي مرکزونه د ۱۲ بالستیک توغندیو په برید کې په نښه کړي دي

د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ویلي چې د سیمې د وروستیو کړکېچونو په ځواب کې یې د ۱۲ بالستیک توغندیو په وسیله په اردن کې د امریکا د ځواکونو د قوماندانۍ مرکز او د الازرق هوايي اډه په نښه کړې ده. سپاه پاسداران په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه برید کې د امریکا F-35، F-15 او F-16 جنګي الوتکې، او همداراز په یادې اډې کې ځینې پوځي تاسیسات هدف ګرځول شوي دي. د سپاه پاسداران د څرګندونو له مخې، دا عملیات د هغو غبرګونیزو اقداماتو برخه ده چې ایران یې د سیمې د وروستیو تحولاتو او کړکېچونو په تړاو ترسره کوي. تر اوسه امریکايي او اردني چارواکو د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي او د احتمالي زیانونو یا تلفاتو په اړه هم کوم رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

- Advertisment -spot_img