پنجشنبه, جولای 23, 2026
پنجشنبه, جولای 23, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ ایران ته د «هوکړې په ځنډولو د بیې ورکولو» خبرداری ورکړ

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران تورن کړی چې هغه هوکړې ته یې په رسېدو کې ځنډ کړی چې د ده په وینا «د ایران په ګټه تمامېدلی شو»، او ویلي یې دي چې تهران به اوس «د دغه ځنډ بیه پرې کړي». ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د «ټروث سوشل» په ټولنیزه شبکه کې په خپاره کړي پیغام کې لیکلي چې د ایران پوځي ځواکونه په «ګډوډ وضعیت» کې دي. هغه ادعا کړې چې د ایران د هوايي او سمندري ځواکونو ځینې برخې «په عملي ډول له منځه تللې» دي. نوموړي همداراز ایران «خبرې ډېرې او عمل کم» بللی دی. د دغو څرګندونو په بله برخه کې، چې فاکس نیوز هم خپرې کړې دي، ټرمپ خبرداری ورکړی چې ښايي په ایران کې د انرژۍ پر زېربناوو او ځینو نورو هدفونو د نویو بریدونو امر صادر کړي. په ورته وخت کې، یوې باخبره سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې قطري منځګړو له امریکا سره تر سلا مشورو وروسته د چهارشنبې په سهار تهران ته سفر کړی، څو د اختلافونو د کمولو او احتمالي هوکړې د ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړي. قطر په دې بهیر کې د منځګړي رول ترسره کوي.

- Advertisment -spot_img