د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، د وروستیو پوځي نښتو اغېزې پر امریکا سره د روانو مذاکراتو ارزول کېږي او د دغو خبرو د دوام په اړه به د تازه تحولاتو په رڼا کې پرېکړه وشي. بقایي د چهارشنبې په ورځ وویل: «د تېرې شپې تحولاتو ته په پام، اړتیا ده چې نوي شرایط وارزول شي. ډیپلوماټیک بهیر په تشه کې نه رامنځته کېږي او د هر ډول ډیپلوماټیک بهیر د پرمخ وړلو لپاره لږ تر لږه مناسب فضا او شرایطو ته اړتیا وي.» هغه زیاته کړه چې ډیپلوماسي او د ډګر تحولات له یو بل څخه جلا نه دي، بلکې له یو بل سره مستقیم تړاو لري. د هغه په وینا، روان بدلونونه کولای شي د تهران او واشنګټن ترمنځ د مذاکراتو پر بهیر او راتلونکي اغېز وکړي.



