د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امکان لري په راتلونکو دوو یا دریو ورځو کې داسې توافق وشي چې د ایران د جګړې د پای ته رسولو لامل شي، او په پایله کې به د هرمز تنګه سمدستي پرانیستل شي. هغه د سهشنبې په ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې دواړه لوري د «ډېر ښه توافق» وروستیو پړاوونو ته نږدې شوي دي. د ټرمپ په وینا، دغه توافق په داسې ډول طرحه شوی چې ایران به د اټومي وسلو ته له لاسرسي څخه منع کړي.



