د افغانستان د بشري حقونو څار بنسټ یو ځل بیا غوښتنه کړې چې نجونو ته دې له شپږم ټولګي پورته د زدهکړو د دوام اجازه ورکړل شي. دغه بنسټ د جمعې په ورځ، د زمري په دویمه، د یوې له زدهکړو پاتې شوې نجلۍ له قوله لیکلي: «زما کتابونه لا هم زما په تمه دي او زه هم په تمه پاتې یم. زما هیله دا ده چې بېرته مکتب ته ولاړه شم او له وېرې پرته زدهکړې وکړم.» د افغانستان د بشري حقونو څار بنسټ ویلي چې له دې وړاندې یې هم په پرلهپسې ډول د نجونو لپاره د شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو د بیا پرانیستلو غوښتنه کړې ده. نږدې پنځه کاله کېږي چې په افغانستان کې نجونې له منځنیو او لوړو زدهکړو بې برخې شوې دي. نړیوالو بنسټونو او بېلابېلو هېوادونو په دې موده کې څو ځله د نجونو د بېرته ښوونځیو ته د ستنېدو غوښتنه کړې، خو طالبان تر اوسه دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.



