بروکسل – د اروپايي ټولنې د کډوالۍ کمېشنر، مګنوس برونر، ویلي چې له اسلامي امارت سره د کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې که څه هم خوندي او اسانه نه دي، خو له دغه رژیم سره په خبرو کې پاتې راتلل هېڅ امکان نلري. ښاغلي برونر چې د «یورونیوز» خبري رسنۍ د «اروپا خبرو» په نامه د مرکې په پروګرام کې خبرې کولې، ټینګار وکړ چې اروپايي ټولنه اړ ده د درېیمو هېوادونو له رژیمونو سره، حتی که د هغوی د کړنو سره موافق نه وي، اړیکه ولري. نوموړي وویل چې د افغانستان په قضیه کې موږ د هغو کسانو بېلګې لرو چې جرمي عناصر دي او د غړو هېوادونو امنیت ګواښي. هغه دا خبرې د دې پوښتنې په ځواب کې وکړې چې ایا آلمان له طالبانو سره د خپلو اخراج شویو افغان اتباعو د بېرته ستنولو لپاره هوکړه کړې ده



