وروسته له هغې چې اسرائیل د ایران په څو سیمو هوايي بریدونه ترسره کړل، د ایران سپاه پاسداران اعلان وکړ چې د اسرائیل په خاوره کې یې د «نواتیم» او «تلنوف» هوايي اډو پر ضد توغندیز عملیات پیل کړي دي. سپاه پاسداران په هغه اعلامیه کې چې د ایران رسنیو خپره کړې، ویلي چې د دغو دوو هوايي اډو مهم مرکزونه او پوځي تاسیسات په نښه شوي دي. دغه پوځي بنسټ ټینګار کړی چې یاد بریدونه د اسرائیل له هغو وروستیو حملو وروسته ترسره شوي چې د ایران په درېیو بېلابېلو سیمو کې یې د رادار پر څو سایټونو بریدونه کړي وو. بل لور ته، د اسرائیل پوځ ویلي چې د ایران د بریدونو نوې څپه یې کشف کړې او د هېواد دفاعي سیستمونه د ګواښونو د شنډولو لپاره فعال شوي دي. پوځ له خلکو هم غوښتي چې د امنیتي ادارو لارښوونې تعقیب کړي. دا پرمختګونه داسې مهال رامنځته کېږي چې څو ساعته وړاندې د اسرائیل پوځ د ایران په لوېدیځ او مرکزي سیمو کې پر څو پوځي هدفونو د هوايي بریدونو خبر ورکړی و. د اسرائیل پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي: «د اسرائیل هوايي ځواک، د پوځ د استخباراتو د څانګې په لارښوونه، لږ وړاندې د ایران د رژیم پر پوځي هدفونو په لوېدیځ او مرکزي ایران کې بریدونه ترسره کړل».



