د اسرائیل له لوري د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د ضاحیه په سیمه کې د برید د خبر له خپرېدو لږ وروسته، د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون ویاند ویلي چې دا اقدام «بې ځوابه نه پاتې کېږي». تر دې وړاندې اسرائیل ویلي وو چې د حزبالله د بریدونو په ځواب کې یې د دې ډلې یو «فرماندهۍ مرکز» په ضاحیه سیمه کې هدف ګرځولی دی. ابراهیم رضایي، د دې کمېسیون ویاند، په ټولنیزه شبکه ایکس کې لیکلي چې د ایران د «قاطع او دردناک ځواب» لپاره دې «نن شپه د اشغال شویو سیمو اسمان ته وګورئ». هغه همدارنګه د خبرګزارۍ «دانشجو» ته ویلي چې سیمه د «ناڅرګند حالت» سره مخ ده او هم د جګړې او هم د توافق امکان شته، خو په وینا یې د جګړې احتمال تر توافق ډېر لوړ دی. په همدې حال کې راپورونه وایي چې اسرائیل تیره اوونۍ هم د ضاحیه د هدف ګرځولو ګواښ کړی و، خو د احتمالي ځوابي اقداماتو له امله د امریکا او اسرائیل د چارواکو ترمنځ اړیکې شوې وې. د راپورونو له مخې، ډونالډ ټرمپ له بنیامین نتنیاهو، د اسرائیل له لومړي وزیر سره خبرې کړې او له هغه یې غوښتي چې له بیروت څخه د «ستر برید» له ترسره کولو ډډه وکړي، چې په پایله کې نتنیاهو د خپلو ځواکونو د بېرته ستنولو امر ورکړی و.



