محمد یوسف کارګر، د افغانستان د فوټبال فدراسیون رئیس، د فدراسیون نړیوال فوټبال (فیفا) په رسمي بلنه د فوټبال د نړیوال جام د سیالیو د لیدلو لپاره مکسیکو ته سفر کړی دی. د افغانستان د فوټبال فدراسیون د دې خبر د خپرولو پر مهال ویلي چې ښاغلی کارګر به په مکسیکو کې له حضور وروسته، د سیالیو د دوام د لیدلو لپاره متحده ایالاتو ته هم سفر وکړي. د فوټبال نړیوال جام سیالۍ د ۴۸ ټیمونو په ګډون د مکسیکو، متحده ایالاتو او کاناډا په ګډ کوربهتوب د جون په ۱۱مه پیل شوې او د روان میلادي کال د جولای تر ۱۹مې پورې به دوام وکړي.



