یکشنبه, جون 7, 2026
یکشنبه, جون 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د خوړو نړیوال پروګرام: ۴۰۰ ټنه غني شوي بسکټونه افغانستان ته رسېدلي

کورین فلیشر، د خوړو د نړیوال پروګرام د عرضې سلسلې مسؤله، اعلان کړی چې د ۴۰۰ ټنه غني شویو بسکټونو یو بار له اوږده او پېچلي سفر وروسته افغانستان ته رسېدلی دی. هغې ویلي چې دا محموله د افغانستان او پاکستان د پولو د تړل کېدو او همدارنګه په منځني ختیځ کې د جګړو د وضعیت له امله شاوخوا ۱۵ زره کیلومتره واټن د نهو هېوادونو له لارې وهلی دی. د نوموړې په وینا، دا محموله په لومړي سر کې له اندونیزیا څخه د سمندر له لارې پاکستان ته ولېږدول شوه او پلان و چې له ځمکنۍ لارې افغانستان ته داخل شي، خو د پولو تړل کېدو دا بهیر له خنډ سره مخ کړ. وروسته محموله متحده عربي اماراتو ته انتقال شوه څو له هغه ځایه د سمندر له لارې ایران او بیا افغانستان ته ورسول شي، خو دا پلان هم د هرمز تنګي د تړل کېدو له امله عملي نه شو. هغې زیاته کړې چې په پای کې دا محموله د څو هېوادونو له لارې، د عربستان سعودي، اردن، سوریې، ترکیې، ګرجستان، آذربایجان او ترکمنستان په ګډون، د تورغونډۍ له لارې افغانستان ته داخل شوې ده. د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، ټاکل شوې دا غني شوي بسکټونه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ۱۷۲ زره د ښوونځیو زده‌کوونکو ته ووېشل شي.

- Advertisment -spot_img