مرتضی ندیم، افغان مسلکي سوکوهونکی، په یوې زړهراښکونکې او سختې سیالۍ کې خپل بلغاری سیال ته ماتې ورکړه او په خپل مسلکي کارنامه کې یې بله مهمه بریا ثبت کړه. ندیم تېره شپه د انګلستان په منچسټر ښار کې د بلغاریا له استازي سره مخامخ شو. دغه سیالي شپږ پړاوونه وغځېده او په پای کې قاضیانو د افغان ورزشکار په ګټه پرېکړه وکړه او بریا یې د هغه په نوم ثبت کړه. دغه افغان سوکوهونکي له دې بریا سره د خپل مسلکي ژوند نهمه بریا ترلاسه کړه، په داسې حال کې چې تر دې دمه یې یوازې یوه ماتې تجربه کړې ده. مرتضی ندیم په دې سیالۍ کې د پام وړ او پیاوړی فعالیت وړاندې کړ او یو ځل بیا یې په نړیواله کچه د افغان ورزشکارانو وړتیاوې او سیاليکوونکی استعداد څرګند کړ.



