د لومړنیو راپورونو له مخې، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د شفاخانې یوه کارکوونکي پر هغې تېزاب وشیندل او له ځایه وتښتېد. ډاکتر ماه نور ناصر په سخت ټپي حالت کې ده او د درملنې لپاره کراچۍ ته لېږدول شوې ده. پولیس وايي بریدګر له پېښې وروسته وتښتېد، خو د تعقیب عملیاتو پر مهال له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شو. تر اوسه د برید انګېزه په رسمي ډول نه ده روښانه شوې او څېړنې روانې دي.



