چهارشنبه, جون 3, 2026
چهارشنبه, جون 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایټالیا کې د څلورو مهاجرو کارګرانو د سوځېدلو جسدونو موندلو وروسته دوه پاکستاني اتباع ونیول شول

د ایټالیا پولیسو ویلي چې د هېواد په سوېل کې د څلورو مهاجرو کارګرانو د سوځېدلو جسدونو له موندلو وروسته یې دوه پاکستاني اتباع د وژنې په تور نیولي دي. د ایتالیوي رسنیو په وینا، دغه موټر د کالابریا په کرنیزه سیمه کې د یوې تېلو ډکولو سټېشن ته نږدې موندل شوی دی. د څارګرو کمرو انځورونه ښيي چې دوو کسانو لومړی د وین دروازې له بهر وتړلې او وروسته یې د اور اخیستونکي مایع په اچولو سره موټر ته اور ورته کړی دی. اور وژونکو د اور تر کنټرول وروسته د موټر دننه د څلورو کسانو سوځېدلي جسدونه موندلي دي. همدارنګه راپورونه وايي چې یو افغان سړی، چې د دې وین پنځم سپرلۍ و، له پېښې ژوندی وتلی او ویلي یې دي چې د سپرلیو او بریدګرو ترمنځ د پیسو پر سر شخړه رامنځته شوې وه.

    - Advertisment -spot_img