د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، د ولسمشر ډونلډ ټرمپ اداره نه غواړي هغه افغانان چې دا مهال په قطر کې پاتې دي، په جبري ډول افغانستان ته واستول شي. روبیو د سېشنبې په ورځ د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې غونډې ته وویل چې واشنګټن د دغو افغانانو د بیا مېشتېدو لپاره له لږ تر لږه پنځو هېوادونو سره خبرې اترې روانې ساتلې دي او یادو هېوادونو د دوی د منلو لپاره چمتووالی ښودلی دی. د نوموړي په وینا، د امریکا حکومت هڅه کوي د هغو افغانانو لپاره مناسب او خوندي حل ومومي چې د تخلیې او بیا مېشتېدو پروګرامونو د برخلیک د ټاکلو په تمه په قطر کې پاتې دي. د روبیو څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د زرګونو افغانانو د راتلونکي په اړه لا هم بېباوري موجوده ده او د هغوی د انتقال او بیا مېشتېدو بهیر له ګڼو ننګونو سره مخ دی.



