سه شنبه, جون 2, 2026
سه شنبه, جون 2, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: اسرائیل به خپل ځواکونه له بیروت څخه وباسي؛ له ایران سره خبرې په لوړ سرعت روانې دي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره تر خبرو وروسته هوکړه شوې چې اسرائیل به بیروت ته نور ځواکونه نه استوي او هغه ځواکونه چې مخکې هلته ځای پر ځای شوي، بېرته به راستانه شي. ټرمپ د دوشنبې په ماښام (د جون لومړۍ نېټه) په ټروت سوشیل ټولنیزه شبکه کې ولیکل چې له نتانیاهو سره یې رغنده خبرې کړې دي، چې په پایله کې یې بیروت ته د نورو ځواکونو د استولو د مخنیوي او د موجودو ځواکونو د تدریجي ایستلو پرېکړه شوې ده. د امریکا ولسمشر همدارنګه ادعا کړې چې د لوړې کچې استازو له لارې له حزب‌الله سره اړیکه نیول شوې ده. د ټرمپ په وینا، دغه اړیکه د دواړو لورو ترمنځ د ټولو نښتو د درولو لپاره یوې هوکړې ته رسېدلې ده. ټرمپ لیکلي: «د لوړې کچې استازو له لارې مې له حزب‌الله سره ډېره ښه ټیلیفوني اړیکه درلوده، او هغوی موافقه وکړه چې ټولې ډزې ودروي؛ اسرائیل به پر هغوی برید نه کوي او هغوی به هم پر اسرائیل برید نه کوي.» ټرمپ په یوه جلا پیغام کې هغو راپورونو ته غبرګون وښود چې ګواکې د واشنګټن او تهران ترمنځ خبرې درېدلې دي، او ټینګار یې وکړ چې دغه مذاکرات لا هم روان دي. ټرمپ لیکلي: «له ایران اسلامي جمهوریت سره مذاکرات په ډېر لوړ سرعت دوام لري.» دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې په وروستیو ورځو کې د امریکا او ایران د مذاکراتو د راتلونکې او د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه اټکلونه زیات شوي دي. خو ټرمپ ټینګار کړی چې له تهران سره ډیپلوماتیک تعامل لا هم فعال دی او په سیمه کې د کړکېچ د کمولو هڅې دوام لري.

- Advertisment -spot_img