دوشنبه, جون 1, 2026
دوشنبه, جون 1, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت او د یوناما د ماموریت په اړه غونډه کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا به راتلونکې اوونۍ د افغانستان د وضعیت او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) د فعالیتونو د ارزونې لپاره غونډه ترسره کړي. د یوناما د خپرو شویو معلوماتو له مخې، ټاکل شوې دغه غونډه د غبرګولي په ۱۸مه ترسره شي او د امنیت شورا غړي به پکې د افغانستان روان وضعیت او د دې ادارې فعالیتونه وڅېړي. یوناما همداراز ویلي چې د غبرګولي په ۲۶مه به د افغانستان لپاره د دې ادارې د ماموریت د غځولو موضوع هم د اجنډا برخه وي. د افغانستان په اړه د امنیت شورا وروستۍ غونډه د ۱۴۰۴ کال د کب په ۱۸مه ترسره شوې وه. په هغه غونډه کې د یوناما سرپرستې جورجیټ ګانیون ویلي وو چې د طالبانو له خوا لګول شوي محدودیتونه، په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د زده‌کړو په برخه کې، د افغانستان پر ټولنه ناوړه اغېزې لرلې دي. هغې د افغانستان بشري وضعیت هم د اندېښنې وړ بللی و او خبرداری یې ورکړی و چې په ۲۰۲۶ کال کې د بشري مرستو کمېدل ښايي د خلکو ستونزې لا زیاتې کړي. د هغې غونډې په پای کې د یوناما ماموریت د درې نورو میاشتو لپاره وغځول شو.

- Advertisment -spot_img