دوشنبه, جون 1, 2026
دوشنبه, جون 1, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په کابل کې د ۲۰۰ جوړو ډله‌ییز واده ترسره شو

کابل – د دوشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۱مه، د کابل ښار په لوېدیځه برخه کې د ۲۰۰ جوړو لپاره د ګډ واده مراسم ترسره شول. دغه مراسم د «در پناه عترت» خیریه بنسټ په مالي ملاتړ او د شاوخوا درې میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي وو. د یاد بنسټ مسئولینو ویلي چې د دې پروګرام موخه د ځوانانو لپاره د واده بهیر اسانه کول او د کم لګښته ودونو دودول دي. د هغوی په وینا، دغه بنسټ په تېرو څه باندې اوو کلونو کې د جلا جلا پروګرامونو له لارې د شاوخوا ۲۵۰۰ جوړو لپاره د واده مراسم تنظیم کړي دي. په وروستیو کلونو کې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم خیریه بنسټونو د اړمنو ځوانانو د ملاتړ او د واده د لګښتونو د کمولو په موخه د ډله‌ییزو ودونو پروګرامونه ترسره کړي د

    - Advertisment -spot_img