دوشنبه, جون 1, 2026
دوشنبه, جون 1, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ناروې پارلمان مخې ته د افغان فعالانو اعتراضي غونډه؛ د طالبانو د «د زوجینو د تفریق اصولنامې» پر ضد مخالفت

اوسلو-لسګونو افغان فعالانو او د ښځو د حقونو مدافعینو د یکشنبې په ورځ د ناروې پارلمان مخې ته اعتراضي غونډه وکړه او د طالبانو د حکومت له لوري د «د زوجینو د تفریق اصولنامې» پر ضد یې خپل اعتراض څرګند کړ. ګډونوالو دغه اصولنامه د کم عمره نجونو د ودونو د اسانتیا لپاره یو ګام وباله او ویې ویل چې دا د ماشومانو د حقونو ښکاره نقض دی. هغوی د دې تګلارې د احتمالي پایلو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه. اعتراض کوونکو له ناروې حکومت او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب لپاره جدي او اغېزمن اقدامات ترسره کړي. دا په داسې حال کې ده چې سلګونو افغان ښځو او فعالانو د شنبې په ورځ د جرمني په برلین ښار کې هم لاریون کړی و او پر ښځو او نجونو د طالبانو له لوري لګول شوي محدودیتونه یې وغندل. طالبانو واک ته له بیا رسېدو راهیسې د شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی. که څه هم طالبان ادعا کوي چې د شریعت له مخې یې د ښځو حقونه تأمین کړي، خو افغان ښځې او نجونې لا هم په پراخه کچه له زده کړو، کار او ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو څخه محرومې دي.

- Advertisment -spot_img