دوشنبه, جون 1, 2026
دوشنبه, جون 1, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کوېټ تر امنیتي خبرداري لاندې؛ هوايي دفاعي سیستمونه د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو په شنډولو بوخت دي

د کوېټ پوځ له هغه وروسته چې د «دښمنو توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو» د بریدونو پر وړاندې د مقابلې خبر ورکړ، ایران او متحده ایالاتو هم د یو بل پر ضد د تازه بریدونو راپورونه ورکړي دي. د کوېټ د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز دفتر د دوشنبې په سهار د غبرګولي ۱۱مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه هېواد هوايي دفاعي سیستمونه دا مهال د کوېټ په فضا کې د بریدګرو هدفونو د شنډولو په عملیاتو بوخت دي. پوځ زیاته کړې چې که د چاودنو غږونه واورېدل شي، دا د هوايي دفاع له‌خوا د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د رهګیرۍ او له منځه وړلو د عملیاتو پایله ده. دا پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ پوځي کړکېچ یو ځل بیا زیات شوی او دواړو خواوو د یو بل پر ضد د نویو بریدونو خبر ورکړی.

- Advertisment -spot_img