دوشنبه, جون 1, 2026
دوشنبه, جون 1, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د اختر په ورځو کې نږدې ۹۰ زره سیلانیانو پنجشیر ته سفر کړی

د پنجشیر ولایت د مقام رسنیز دفتر ویلي چې د اختر د رخصتیو له پیل راهیسې تر اوسه نږدې ۹۰ زره کورنیو سیلانیانو د دې ولایت له طبیعي ښکلاوو او سیاحتي سیمو څخه لیدنه کړې ده. د چارواکو په وینا، د پنجشیر شنه طبیعت، بهېدونکی سیند، معتدله هوا او زړه راښکونکې منظرې دغه ولایت د هېواد له مشهورو سیاحتي ځایونو څخه ګرځولی دی. ځایي مسوولان وایي، د اوړي له موسم او مذهبي او فرهنګي مناسبتونو سره هممهاله، زرګونه کورنۍ او سیلانیان د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه پنجشیر ته د تفریح او د طبیعت د ښکلاوو د نندارې لپاره سفر کوي. د چارواکو په وینا، پنجشیر په وروستیو کلونو کې د افغانستان له مهمو کورنیو سیاحتي مرکزونو څخه ګرځېدلی او هر کال د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د ګڼ شمېر لیدونکو کوربه وي.

- Advertisment -spot_img