یکشنبه, مې 31, 2026
یکشنبه, مې 31, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

روسیه افغانستان ته د درملو صادرات پیلوي

د روسیې د درمل جوړونې ډلې «فارماسینتز» اعلان کړی چې د افغانستان د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سره تر هوکړې وروسته به د روان کال له اوړي څخه افغانستان ته د خپلو درملیزو محصولاتو صادرات پیل کړي. یاد روسي شرکت ویلي چې ترلاسه شوې هوکړه د درمل جوړونې په برخه کې د پراخو همکاریو لپاره زمینه برابروي او د روسیې د تولید شويو درملو د افغانستان بازار ته د ننوتلو لار هواروي. تمه کېږي چې د دغو صادراتو په پیل سره به په افغانستان کې ځینو اړینو درملو ته لاسرسی زیات شي او د کابل او مسکو ترمنځ به د روغتیايي او اقتصادي همکاریو نوی پړاو رامنځته شي. تر اوسه د صادراتو د کچې او د هغو درملو د ډولونو په اړه چې د دې هوکړې برخه دي، نور جزئیات نه دي خپاره شوي.

- Advertisment -spot_img