شنبه, مې 30, 2026
شنبه, مې 30, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ: ډېر ژر به د ایران سره د توافق د وړاندیز په اړه وروستۍ پرېکړه وکړم

په داسې حال کې چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د توافق د جزئیاتو پر سر اختلافونه لا هم دوام لري، ډونالډ ټرمپ ویلي چې ډېر ژر به د مطرح شوي وړاندیز په اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په دغه وړاندیز کې د روان اوربند د دوو نورو میاشتو لپاره تمدید شامل دی، څو د یوې دایمي موافقې او د جګړې د پای ته رسولو زمینه برابره شي. په همدې حال کې ایراني سرچینو رویټرز ته ویلي چې دواړه لوري اوس تر بل هر وخت د توافق لا ډېر نږدې شوي دي. د هرمز تنګي بیا پرانیستل او دا ډاډ ترلاسه کول چې ایران به اټومي وسلې ترلاسه نه کړي، د ټرمپ له مهمو غوښتنو څخه دي؛ هغه غوښتنې چې تهران تر اوسه ورسره موافقه نه ده کړې.

- Advertisment -spot_img