د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په وړاندې شوي راپور کې ویل شوي چې د یوناما ماموریت په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي یو شمېر پېښې ثبت کړې دي. په راپور کې ویل شوي چې ۲۱ پېښې ثبت شوې، چې پکې د جنسي تېري، جبري ودونو، ډلهییزو جنسي تېریو او جبري بربنډتیا موارد شامل دي. له دې ډلې ۱۵ د ښځو او ۶ د نجونو اړوند دي. همدارنګه ځینې ښځې چې د طالبانو د زندانونو تجربه لري، ادعا کوي چې له سختو او غیر انساني چلندونو سره مخ شوې دي. یاد راپور د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندې شوی، خو تر اوسه د طالبانو له لوري په دې اړه رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.



