الماني رسنیو راپور ورکړی چې اسلامي امارت له اروپايي هېوادونو غوښتي، د افغان کډوالو د ایستلو په برخه کې د همکارۍ په بدل کې د افغانستان په سفارتونو کې د دې حکومت استازي ومني. د راپورونو له مخې، دا غوښتنه بروکسل ته د اسلامي امارت د احتمالي پلاوي د سفر یوه مهمه برخه بلل کېږي. اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.



