چهارشنبه, جون 3, 2026
چهارشنبه, جون 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د لوی اختر په پیغام کې پخواني ولسمشر اشرف غني احمدزي وویل چې افغانستان له یوې حساسې مرحلې تېرېږي او ملت د راتلونکې لپاره له مهم انتخاب سره مخ دی.

هغه وویل: ▪️ د سیمې وضعیت بدل شوی او جګړې تر ګاونډیو هېوادونو رسېدلې دي.
▪️ افغانستان له بې‌ساري انزوا سره مخ دی او نړۍ اوس افغانستان ته د امنیتي اندېښنو له نظره ګوري.
▪️ مشروعیت د زور او ادعا له لارې نه، بلکې د ملت له ارادې ترلاسه کېږي.
▪️ فقر، لوږه او اقتصادي ستونزې د ناسمو انتخابونو پایله ده.
▪️ د نجونو زده‌کړې، د ځوانانو راتلونکی او د ښځو ګډون اساسي موضوعات دي.
▪️ ملي وحدت او ملي اجماع د افغانستان د راتلونکې لپاره ضروري بلل شوې ده.
▪️ هغه د افغانانو ترمنځ د ملي خبرو او تفاهم غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د افغان په لاس د افغان وینه تویېدل باید بیا تکرار نه شي. اشرف غني ویلي، چمتو دی چې د سولې، سوکالۍ او مشروع نظام لپاره خپله ونډه ادا کړي.

- Advertisment -spot_img