دوشنبه, مې 25, 2026
دوشنبه, مې 25, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

‌ بقایي: له امریکا سره د ګڼو موضوعاتو په اړه ګډ تفاهم ته رسېدلي یو

اسماعیل بقایي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، وایي تهران او امریکا د خبرو اترو د پام وړ برخو په اړه ګډ تفاهم ته رسېدلي، خو لا هم نه شي کېدای د یوې وروستۍ او نږدې هوکړې د ترلاسه کېدو خبره وشي. بقایي د دوشنبې په ورځ، د غبرګولي په څلورمه، خپلې خبري غونډې ته وویل چې وروستي پرمختګونه د پاکستان په منځګړیتوب د څو اوونیو خبرو پایله ده. هغه زیاته کړه چې د خبرو اصلي تمرکز دا مهال د جګړې پر پای ته رسولو او د کړکېچونو پر کمولو دی او په دې پړاو کې د اټومي دوسیې د جزییاتو موضوع نه ده مطرح. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز د امریکايي چارواکو د دریځونو پر پرله‌پسې بدلون نیوکه وکړه او ویې ویل چې دا بهیر کولای شي هر ډول خبرې له ستونزو سره مخ کړي. هغه د خپلو خبرو په بله برخه کې وویل چې ایران او عمان په هرمز تنګي کې د کښتیو د خوندي تګ راتګ د تضمین لپاره پر یوه ګډ میکانېزم کار کوي. د بقایي په وینا، ایران نه غواړي په دې سمندري لاره کې له کښتیو محصول واخلي او د ناوبرۍ او چاپېریال ساتنې اړوند لګښتونه باید د «عوارضو» په توګه تعبیر نه شي. په ورته وخت کې، مارکو روبیو ویلي چې له ایران سره د جګړې د پای ته رسېدو لپاره هوکړه ښايي ان «نن» هم ترلاسه شي، خو واشنګټن به د یوې «بدې هوکړې» لپاره بېړه ونه کړي

    - Advertisment -spot_img