د روسیې چارواکو ویلي چې دغه هېواد افغانستان ته د بشري مرستو د وړاندې کولو اجازه ترلاسه کړې او که د کابل له لوري رسمي غوښتنه وشي، دا مرستې به افغانستان ته برابرې شي. ضمیر کابلوف، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي، له یوې روسۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې د کورنیو کرنیزو حاصلاتو راټولولو په لنډمهاله توګه په افغانستان کې د خوړو د بحران شدت کم کړی دی. خو نوموړي خبرداری ورکړی چې افغانستان ښايي په راتلونکي کې یو ځل بیا د خوراکي توکو له کمښت او غذایي ستونزو سره مخ شي.



