دوشنبه, مې 25, 2026
دوشنبه, مې 25, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

روسیې د غزې د سولې او بیا رغونې لپاره د « ترامپ طرحه» د نه عملي کېدو په اړه سختې نیوکې وکړې

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د روسیې استازي ویلي چې د غزې د سولې او بیا رغونې طرحه چې د «ترامپ طرحه » په نوم یادیږي، په عملي ډول په بشپړه توګه نه ده پلې شوې او د هغې لویه برخه یوازې د ژمنو تر کچې پاتې شوې ده. د بي بي سي د راپور له مخې، دغه طرحه چې شپږ میاشتې مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا تصویب شوې وه، د امریکا او د هغې د متحدانو له لوري د جګړې د پای ته رسېدو او په غزه کې د بیا رغونې د پیل لپاره د یوې حل لارې په توګه وړاندې شوې وه. خو روسي چارواکي د امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې ویلي چې که څه هم ځینې اقدامات لکه د یرغمل شویو کسانو خوشې کېدل او د تبادلو یوه برخه ترسره شوې، خو د طرحې ګڼ اساسي بندونه لا هم نه دي عملي شوي او په غزه کې بشري وضعیت لا هم کړکېچن دی. په همدې غونډه کې د روسیې سفیر ټینګار کړی چې دغه طرحه «یوازې پر کاغذ پاتې شوې» او نه ده توانېدلې چې په میداني وضعیت کې بنسټیز بدلون رامنځته کړي. بل لور ته، لوېدیځو چارواکو تر دې مخکې ویلي وو چې د دې طرحې پلي کېدل کولی شي په سیمه کې د ثبات لپاره زمینه برابره کړي، خو نړیوالو څارونکو په غزه کې د جګړو دوام او د بشري وضعیت د خرابېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده

- Advertisment -spot_img