ترامپ په خپلو تازه څرګندونو کې په طنزیه بڼه ویلي چې ښايي په متحده ایالاتو کې د خپلې دندې له پای ته رسېدو وروسته اسرائیلو ته ولاړ شي او د صدراعظمۍ د څوکۍ لپاره ځان نوماند کړي. ټرمپ د اسرائیلو کې د خپلې محبوبیت کچې ته په اشارې سره ویلي: «همدا اوس په اسرائیلو کې ۹۹ سلنه محبوبیت لرم. ښايي وروسته اسرائیلو ته ولاړ شم او د صدراعظمۍ لپاره نوماند شم.» هغه همدارنګه زیاته کړې چې د هماغې ورځې سهار یې یوه نظرپوښتنه لیدلې چې د هغه په وینا، په اسرائیلو کې یې محبوبیت ۹۹ سلنه ښودل شوی. دا څرګندونې، چې په طنزیه فضا کې مطرح شوې، په چټکۍ سره په ټولنیزو شبکو کې پراخ انعکاس وموند او د کاروونکو بېلابېل غبرګونونه یې راوپارول. د ټرمپ دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې هغه تر دې وړاندې هم په ویناوو او عامه غونډو کې څو ځله سیاسي ټوکې کارولې او د مخاطبینو د پام رااړولو هڅه یې کړې ده.



