یکشنبه, مې 24, 2026
یکشنبه, مې 24, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ټرمپ په بیجینګ کې د ټایوان پر سر له خبرداري وروسته خپل سفر پای ته ورساوه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ چین ته خپل بوخت سفر په داسې حال کې پای ته ورساوه چې د نړۍ د دغو دوو سترو قدرتونو ترمنځ د ایران، ټایوان او سوداګرۍ په څېر حساسو موضوعاتو باندې د ژورو اختلافونو سربېره، هغه د دوه اړخیزو اړیکو پر ښه والي ټینګار وکړ. ټرمپ د خپل سفر په وروستۍ ورځ په ټولنیزو رسنیو کې په وياړ سره وویل چې د چین مشر، شي جین پینګ، هغه ته د ګڼو بریاوو مبارکي ورکړې ده. هغه په ډاګه کړه، چې د چین مشر د «زوال په حال کې هیواد» اصطلاح یوازې د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن لپاره کاروله، نه د ده د دورې لپاره. خو د ټرمپ دا خوشبینانه لیدلوری د هغو تریخو واقعیتونو سره په ټکر کې دی چې دا مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ شتون لري. د دې سرمشریزې تر ټولو حساسه برخه د ټایوان موضوع وه. چینايي چارواکو ویلي چې شي جین پینګ، ټرمپ ته په شخصي خبرو کې خبرداری ورکړی چې که د ټایوان په اړه اختلافات په سمه توګه حل نشي، دا به دواړه هېوادونه د “ټکر او حتی وسله والې جګړې” لور ته بوځي. بلخوا، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې د ټایوان په اړه د امریکا په پالیسۍ کې کوم بدلون نه دی راغلی او پر دغه ټاپو هر ډول برید به “ستره تېروتنه” وي. په داسې حال کې چې د ایران جګړې د تېلو بیې لوړې کړي او نړیوال اقتصاد یې له بحران سره مخ کړی، دواړه مشران په دې سلا شول چې د “هرمز تنګی” باید د نړیوالې انرژۍ د خوندیتوب لپاره پرانیستل شي. ټرمپ له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي: «شي جین پینګ په شخصي ډول د دې جګړې په هواري کې د مرستې وړاندیز وکړ او غواړي چې د هرمز تنګی پرانیستی وي.» ولسمشر ټرمپ د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې چین د ۲۰۰ امریکایي بوینګ الوتکو پېرلو ته خپله لېوالتیا ښودلې او په ورته وخت کې به د کرنې په برخه کې هم له امریکا څخه د سویا او غوښې واردات په بې ساري ډول زیات کړي. نوموړي دغه رازه وړاندې وویل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ مالي خدماتو او چینايي بازار ته د ‘ماسټر کارت’ او ‘ویزا کارت’ په څېر لویو امریکایي کمپنیو لاسرسی به هم لا پراخ او اسانه شي. شي جین پینګ، ډونالډ ټرمپ ته په “ژونګ نان های» (Zhongnanhai) باغ کې چې د پخوانیو امپراتورانو لپاره جوړ شوی و، ځانګړې مېلمستیا وکړه. دا ځای چې د چین له “سپینې ماڼۍ” سره پرتله کیږي، معمولاً د دیپلوماتیکو لیدنو لپاره نه کارول کیږي، خو داسې ښکاري چې دا د ټرمپ د خوشالولو لپاره د شي جین پینګ یو شخصي نوښت و. که څه هم ټرمپ دا سفر بریالی بولي، خو شنونکي په دې باور دي چې د امریکا د درنو دفاعي مرستو او د چین د جدي ګواښونو ترمنځ، د واشنګټن او بیجینګ د اړیکو راتلونکی لا هم د ابهام په توره وریځ کې پټ دی.

- Advertisment -spot_img