پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چاودنه کې د دوو پولیسو په ګډون لس تنه وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي. دا چاودنه د خیبرپښتونخوا لکي مروت ولسوالۍ اړوند سرای نورنګ بازار کې شوې ده. په وژل شویو او ټپیانو کې عام وګړي هم شامل دي. د چاودنې څرنګوالی نه دی مالوم او نه یې هم تر اوسه کومې وسله والې ډلې مسئولیت په غاړه اخیستی دی.



