دوشنبه, مې 4, 2026
دوشنبه, مې 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ډونالډ ټوسک: اروپایي ټولنه د پاشل کېدو په درشل کې ده

د پولینډ لومړي وزیر ډونالډ ټوسک خبرداری ورکړی، چې شمالي اتلانتیک تړون (ناټو سازمان) د پاشل کېدو په درشل کې دی. ټوسک زیاته کړې، چې د دې حالت لامل بهرني دښمنان نه، بلکې په خبره یې د ائتلاف دننه روانه بې‌باوري ده. هغه ټینګار کړی، چې د ناټو سازمان غړي هېوادونه باید د دې «ګواښ» د مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخلي. دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د امریکا او اروپایي هېوادونو ترمنځ ناندرۍ رامنځته شوي او ټرمپ تازه ویلي، چې واشنګټن به جرمني کې خپل پوځي حضور کم کړي. د امریکا ولسمشر تر دې وړاندې دا هم ویلي وو، دا شونتیا هم ارزوي، چې څنګه کولای شي ناټو سازمان کې د امریکا غړیتوب پای‌ته ورسوي.

- Advertisment -spot_img