دوشنبه, مې 4, 2026
دوشنبه, مې 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

” تېر کال په نړۍ کې د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی و”

د بښنې نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، چې ۲۰۲۵ م کال په نړیواله کچه د خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی ثبت شوی کال و، چې په ترڅ کې یې ۱۲۹ خبریالان وژل شوي دي. دغه سازمان ویلي، چې د وژل شویو خبریالانو د دوو پر درېیمه برخه مسئولیت پر اسرائیلو راجع کېږي او زیاته کړې یې ده، چې د غزې تړانګه د خبرونو د پوښښ لپاره تر ټولو خونړۍ سیمه ګرځېدلې ده. په راپور کې ټینګار شوی، چې د جګړو پر مهال د خبریالانو په نښه کول او پر رسنیو محدودیتونه لګول د خلکو د معلوماتو ترلاسه کولو حق سخت اغېزمن کړی دی. د بښنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی، چې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی او د رسنیو محدودول نه یوازې د بیان ازادي زیانمنوي، بلکې د حقیقت موندنې او عامه پوهاوي بهیر هم له جدي ګواښ سره مخ کوي.

- Advertisment -spot_img