شنبه, مې 2, 2026
شنبه, مې 2, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

نرګس محمدي د روغتیايي وضعیت د خرابېدو له امله روغتون ته لېږدول شوې

د نرګس محمدي بنسټ اعلان کړی، چې د ایران مشهوره د بشري حقونو فعاله او د ۲۰۲۳ کال د سولې نوبل جایزې ګټونکې نرګس محمدي په زندان کې د روغتیايي وضعیت د سخت خرابېدو له امله روغتون ته لېږدول شوې ده. د یاد بنسټ د خبرپاڼې له مخې، نرګس محمدي د دوو ځلو بشپړې بې‌هوښۍ او د زړه د شدید بحران وروسته له خورا نازک روغتیايي حالت سره مخ شوې ده. د زندان ډاکټرانو ویلي، چې د هغې درملنه نور په زندان کې ممکنه نه ده او باید د تخصصي طبي پاملرنې لپاره له زندانه بهر روغتیايي مرکز ته ولېږدول شي. سره له دې چې ډاکټرانو سپارښتنه کړې وه، نوموړې دې د تهران متخصصو ډاکټرانو ته انتقال شي، خو هغه د زنجان روغتون ته لېږدول شوې ده. د نرګس محمدي بنسټ دغه انتقال اړتیا بللې او ټینګار یې کړی، چې د هغې روغتیايي وضعیت خورا جدي دی. نرګس محمدي له کلونو راهیسې په ایران کې د بشري حقونو، د ښځو د حقونو او مدني ازادیو لپاره د خپلو سوله‌ییزو فعالیتونو له امله زنداني ده. د هغې د روغتیايي وضعیت وروستي خرابوالي په نړیواله کچه پراخې اندېښنې راپارولي او ګڼو نړیوالو بنسټونو د مناسبې درملنې غوښتنه کړې ده.

- Advertisment -spot_img